د لاسرسي ځای

تازه خبر

ظاهرالله


ظاهرالله چې تاسو یې د بابوجي په نامه هم پیژنۍ د ۱۹۷۵ یم کال د اګست په اوله نیټه په بغداده مردان کې زېږېدلی .

لومړنۍ او منځنۍ زدکړې یې دبغدادې دپرایمري، مډل او هايي سکولونو کې ترسره کړي او د ګورنمنټ پوسټ ګریجویټ کالج مردان نه یې بي اې کړې ده یعنې د څوارلسم جومات امتحان یې پاس کړی دی.

ظاهر الله د تعلیم دپوره کولو نه پس خپل شخصي کاروبار شروع کړو، خو په ۲۰۰۰م کال کې ورته دا خیال پیداشو چې هنري هلې ځلې پکاردي ، او څه نوي کارونه کول پکاردي، همدا وه چې د ټوکو ټکالو فلمي ټوټې یې په خپل غږ کې ډکې کړي او د لټون په نوم یې لومړی والیوم میدان ته په راتلو سره سم یې خلک د ځان لوري ته ورمات کړل.

دهغه د سي ډي فلمونو تراوسه ۱۷ والیومه راوتي چې ( ګوړه کې پچاس )، ( خرش پرش دوړه دباو ) ، ( لږې وریژې ډېرې ډمامې )، ( ګرځه اوس مزې کوه )، ( اوس ورته خانده ) او ( دربار دهجړاګانو ) یې مشهورې سي ډي ګانې دي.دهغه نوې سي ډي ( دا خو به منې که نه ! ) اوس بازار ته راوتلې ده.

د ظاهرالله د کامیډي فلمونو د ترجمه کولو هڅې د خلکو ددومره پاملرنې وړ ګرځیدلي چې دده په شان ډیرو دې کار ته لاس اچولی، خو دده انداز له ټولو جدادی.

XS
SM
MD
LG