د لاسرسي ځای

د قازقستان ولسمشر له ټولپوښتنې کولو انکار وکړ


د قازقستان ولسمشر نورسلطان نظر باییف په استانه کې د وینا پر مهال- ۲۰۱۰ ز، ډیسمبر

د قازقستان ولسمشر نورسلطان نظر باییف په استانه کې د وینا پر مهال- ۲۰۱۰ ز، ډیسمبر

رپورټ: پامیر ساحل

د قازقستان له اوږدې مودې راهیسې پر څوکۍ ناست ولسمشر نور سلطان نظر باييف له ټول پوښتنې یا ریفرنډم کولو انکار کړی دی. د دې هېواد د رسنیو د وینا تر مخې نوموړي د پارلېمان دا ګام رد کړی دی چې د هېواد ایین یا اساسي قانون دې بدل کړل شي. رسنیو د نظر باييف دا بیان د نوموړي له نوي حکم راخیستی دی.

د نوموړي پر دې ګام نیوکه کوونکي وايي چې دا د ولسواکۍ یا جمهوریت یوه داسې ښودنه ده چې موخه یې د ولسمشر کړه وړه او انځور په ښه ډول ښودل دي.

دا نظر چې په هېواد کې دې ټول پوښتنه یا ریفرنډم وشي، د نور سلطان نظر باييف ملاتړ کوونکیو چې مشري یې دانشور اېرلان سېدېکوف کوي، تېره میاشت وړاندې کړ.

تر دې سمدستي وروسته د ولسمشر ملاتړ کوونکیو د خلکو لاسلیکونه راټولول پیل کړل او تر وړمې ورځې (د جنورۍ پینځمه) سیدېکوف دا دعوه وکړه چې شا و خوا ۲،۶ مېلیونه لاسلیکونه یې ترلاسه کړي دي او دا هغه شمېر دی چې د ټولپوښتنې کولو لپاره ډېر زیات دی. په دې هېواد کې د ريفرنډم کولو لپاره د دوه لکه کسانو خوښۍ ته اړتیا ده.

پر یاد شوي ریفرنډم امریکا نیوکه کړې وه چې د جمهوریت په شا د تګ مانا لري. په قازقستان کې د امریکا سفیر رېچرډ هوګلنډ چې په دې هېواد کې یې د کار موده پای ته په رسېدو ده، د روانې اوونۍ پر مهال ویلي وو چې په دې هېواد کې هغه خلک چې د ولسواکۍ یا جمهوریت غږ لري باید په ټول پوښتنې کې یواځې له هو یا نه ویلو د لوی انتخاب حق ولري. نوموړي وویل چې باید د بېلا بېلو نظرونو او د شخصیتونو انتخاب شته وي.

قازقستان ته د امریکا سفیر رېچرډ هوګلنډ د خبري غونډې پر مهال- د ۲۰۱۱ ز کال د جنورۍ پینځمه.



د قازقستان د سېنېټ یو غړی بېرېک اېماشېف چې د ولسمشر نظرباييف ملاتړی دی وايي د ټول پوښتنې نظر په ټول هېواد کې ملاتړ لري. نظر باییف چې په دې هېواد کې د اېلباشي یا د قام د مشر نوم لري او له ۱۹۸۹ ز کال راهیسې د دې ډېر تېل لرونکي هېواد مشر دی.

لامخکې د قازقستان په ایین کې داسې بدلون هم راوستل شوی دی چې ترمخې یې نظرباييف چې څو ځلې وغواړي، په انتخاباتو کې برخه اخیستی شي. په دې هېواد کې به راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې په ۲۰۱۲ کې کېږي.

د امریکا پر نیوکو سربېره، په قازقستان کې هم د اوبپاڼو له لارې له نظرباييفه او د پارلېمان له غړو غوښتل شوي ول چې په هېواد کې دې د ازادو او پاکو ولسمشریزو ټاکنو مرسته وکړي او د ټولپوښتنې نظر دې رد کړي.

د قازقستان په پلازمېنې الماتې کې د سیاسي چارو کارپوه دوسیم ساتپاييف وايي کېدای شي چې د نظرباييف د ولسمشرۍ د مودې غزولو لپاره د پارلېمان د غړو خبره ومنل شي.

د پارلېمان یوه غړي اېرک اېلېکسییف په دې وروستیو کې ویلي وو چې پارلېمان دا حق لري چې په ایین کې د بدلون له لارې د نظرباييف د ولسمشرۍ موده تر ۲۰۲۰ ز کاله وغزوي.

XS
SM
MD
LG