د لاسرسي ځای

تازه خبر

رضا محمد شیدا




رضا محمد شیدا هم شاعر دی ، هم هنر مند دی او هم د پښتو ژبې خدمت ګار.......دی په ۱۹۶۸ م کال کې د پشین په تور غونډۍ کلي کې زیږیدلی دی.سکول اوکالج یې په پشین او حیدر اباد کې لوستي او د بلوچستان یو نیورسټۍ نه یې په پښتو کې ایم ای یا ماسټري کړې ده.نوموړی دامهال په خپل پلرنۍ سیمه پشین کې په یو ښونځي کې ماشومانو ته سبق ښايي او له دې لارې ځان له ګوله ډوډۍ پیدا کوي.

رضا محمد شیدا وايي کله نه چې په ښه او بد پوه شوی ځان ورته یو هنرمند او شاعر بریښیدلی ، خو په ۱۹۸۵ کال کې یې خپل شعرونه د ځانه سره خوندي کول پیل کړل. دده شعرونه په تذکرو ، مجلو او ویب باڼو کې چاپ شوي خو وايي چې تراوسه یې خپل کتاب نه دی چاپ کړی.



د رضا محمد شیدا

شعرونه



چې ښه اخلاق مینه وفا وي له انسانه سره

هغه به خود په سیالۍ سیال وي له جهانه سره

په داسې مرګ خو دې څوک نه مري چې سبا پیغوروي

مرګ د میړانې غیرت ښه وي له ایمانه سره

رنګ مې یې هیردی هیڅ یو نخښه یې را پاتې نه شوه

مسافر یار مې تصویر هم یووړ له ځانه سره

دلته زړه ښکونکي ښایسته سپین مخي دوه دي فقط

یو ما نیولی بل دی غیږ کې له اسمانه سره

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

خدایه وساتې پښتون له ناسیالۍ

چې ور وانه خلي پر بل باندې کالۍ

له ختیزه تر لویدیزه یې راواخله

ټول اباد کړې تر اټکه میا والۍ

XS
SM
MD
LG