د لاسرسي ځای

بریالی ولي


بریالی ولي په ۱۹۷۲ م کال دافغانستان د ننګرهار ولایت د سره رود په جمه دار کلا کې دنیا ته سترګې وغړولې .

لومړنۍ زدکړې یې د جلال اباد په تجربوي مکتب کې وکړې او له هغې وروسته یې په چکنورو لیسه کې تر دولسم جوماته پورې ذدکړې وکړې .

د لوړو زدکړو لپاره دافغانستان د بایزید روښان پوهنتون کې یې داخله واخیسته او د اقتصاد پوهنځی یې تر یوه بریده ولوستلو خو جنګونو ترې نیم ګړی پاتې کړو .

دی وايي کله چې وړوکی و نو د سایکل چلولو سره یې ډیر شوق و ، او د سایکل په زدکولو کې یې خپل شینګري او څنګلي په بیا بیا خوږ کړي دي.

دسندرو شوق دی د جلال اباد ریډیو ته ورسولو چیرته چې یې د ملنګ جان یوه سندره په اول وار وویله . دا سندره داسې وه چې ( زیب کوي پښتون چې په سرو وینو کې وي رنګ ولاړ ..... مینې د وطن سره )

اول کیسټ یې ګودر نومیده او تر اوسه یې د سټوډیو پنځه کېسټونه بازار ته راوتلي او په سلګونو بانډارونو کې یې اولس ته سندرې ویلي دي.

بریالی ولي نن سبا کابل کې اوسیږي.

بریالی ولي دافغانستان د موسیقۍ د ډیرو ښو استاذانو شاګرد پاتې شوی چې یو هم پکې استاذ شا ولي دی ، او دهغه سره د ډیرې مینې له کبله یې خپل تخلص هم (( ولي )) ټاکلی دی.

XS
SM
MD
LG