د لاسرسي ځای

اعتبار ګل زړه سواندی په خپلو شعرونو خنداګانې خوروی


مزاحییه شاعر اعتبارګل زړه سواندی د پښتو مزاحییه شاعر .۲۰۱۱م کال د فبروري اتمه نېټه

مزاحییه شاعر اعتبارګل زړه سواندی د پښتو مزاحییه شاعر .۲۰۱۱م کال د فبروري اتمه نېټه

اعتبار ګل زړه سواندی د ۱۹۶۸ کال د مې په شپږ ویشتمه نیټه په پېښور ښار کې زیږیدلی، خو وايي چې مشران یې د باجوړ د چارمنګ درې سره تعلق لري او د خوارۍ مزدورۍ لپاره کلونه وړاندې پېښور ته کډه شوي وو.

دی وايي کله چې وړوکی و ،نو ډیر وران او ټوکمار وو.

ده په ګورنمنټ پرایمري سکول شا ډنډ کې لومړنۍ زدکړې پیل کړې وې چې د غربت له وجې ترې نیمګړې پاتې شوې.دی وايي ، د تعلیم شوق اوس هم لري او د پرایوېټ زدکوونکي ټه توګه یط خپل خان تر دولسمه رسولی دی او ډیر خواهش یې دی چې په پښتو کې تر شپاړسم جوماته پورې ذدکړې وکړي.

اعتبار ګل زړه سواندی نن سبا د اخونداباد په پرایمري سکول کې څوکیداردی.په دې سکول کې ده دوه ویشت کاله پخوا نوکري شروع کړې وه چې لاهم په خپل حال ده.

اعتبار ګل زړه سواندي په اول ځل په ۱۹۸۴ م کال کې د سټېج دپاسه شعر ولوستلو او خلکو داسې بدرګه کړو چې هم دې کار ته یې کار وویلو او نن هم د خپلو مزاحیه شعرونو له برکته د خلکو په مخو نو خندا ګانې خوروي.

وروسته ده د پېښور ادبي جرګو ته تګ پیل کړ چې په دغو جرګو کې د ساهو لیکونکو مرکه هم شامله ده او پخپله یې هم د یو بل شاعر ملګري غلام حیدر حیدر سره په ګډه د ( اخلاص ادبي ټولنې ) بنیاد کېښودلو.

د زړه سواندي د شعر یوه مجموعه ( د واده وریژې ) چاپ شوې او بله چې ( اعتبار ) نومیږي ژر به چاپ شي.

د اعتبار ګل زړه سواندي په اړه نور مالومات په تاتره کې واورﺉ چې د مشال راډیو خبریال نجیب عامر یې درته جوړوي.

په تاتره پروګرام کې له اعتبار ګل زړه سواندی سره نورې خبرې دلته واوری


XS
SM
MD
LG