د لاسرسي ځای

افغانو ښځو ته دې په ملکي چارو کې زیاته ونډه ورکړل شي.


نیما صورتګر، د ۲۰۱۰ ز کال د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنو لپاره نومانده

نیما صورتګر، د ۲۰۱۰ ز کال د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنو لپاره نومانده

په امریکايي ورځپاڼې لاس اېنجلس ټایمز کې یوه مقاله خپره شوې ده چې په کې لیکوالې این جونز په افغانستان کې د بېلا بېلو چارو لپاره د ښځو د ونډې د زیاتولو خبره کړې ده.

این جونز په لاس اېنجلس ټایمز ورځپاڼې کې لیکلي، په روښان فکرۍ بینا د ملګرو ملتونو تر ټولو ښه پرېکړه لیک یا قراداد ۱۳۲۵ دی. په دې کې لیکل شوي چې ښځې باید د جګړې پای ته د رسولو، د سولې د راوستو او د بیا ودانۍ په ټول بهیر کې برخه واخلي. این جونز لیکي دا قراداد د ۲۰۰۰ زیږیز کال د اکتوبر په یو دېرشمه منظور شوی وو چې د لیکوالې په وینا د ښځو او د نړیوال امن لپاره بری وو.

په لاس اېنجلس ټایمز ورځپاڼې کې این جونز لیکي له نهو کالونو راهیسې په افغانستان کې په مرستندویه کارونو کې بوخته ده او پر دې خفه ده چې له سولې د ډکې ټولنې جوړېدو لپاره پرمختګ ډېر لږ دی. لیکواله لیکي چې کله له هغو امریکایانو سره د ۱۳۲۵ پرېکړه لیک د پلي کولو خبره کوي نو هغوی ورباندې نیوکه کوي. د لیکوالې په خبره، دا خلک له وړاندې د دې وړاندیز ردوي او وايي افغانستان ته باید د دې د کلتور له سترګې ولیدل شي. دا خلک، چې کله د ښځو خبره راځي، نو وايي چې افغان ټولنه دودیزه یا روایتي ده او د لویدیځ خلک یې باید درناوی وکړي.

د افغانستان پخوانی پاچا، غازي امیر امان الله خان


لیکواله این جونز لیکي داسې نه ده، اوسني نوي فکرونه چې باید د ښځو او نرانو ترمنځ مساوي حالت وي، له شا و خوا یوې پېړۍ راهیسې د افغانستان د خلکو د کلتوري هڅو مرکزي نکته ده. په ۱۹۲۰ زیږیز کال کې افغان پاچا امان اله د نجونو لپاره لومړی ښوونځی یا مکتب جوړ کړ او ورسره یې د ښځو لپاره یو عدالت جوړ کړ چې په کې به هغو د خپلو مړونو پر ضد شکایتونه دایرول. نوموړي په ښکاره ډول د ښځو او د نرانو د مساوي حالت خبره وکړه، پر زیاتو ودونو او برقعې یې بندیز ولګاوه. لیکواله این جونز زیاتوي چې غازي امان اله خان په زیات ډول تنګ نظره ملایانو ته د هېواد د پرېښودو وویل چې د افغانستان د منځلاري اسلامي او صوفي نظریې ته ګواښ ول. د نوموړي د نوي فکر بیه د هغه د تاج او پاچایۍ له لاسه د وتو په څېر مخې ته راغله خو د لیکوالې په وینا امان اله او د هغه ملکه ثریا چې مخ یې نه پټاوه تر اوسه پر دې یادول کېږي چې یو زړور ګام یې اخیستی وو چې هېواد نوې نړۍ ته راکش کړي.

په لاس اېنجلس ټایمز ورځپاڼې کې لیکل شوي چې د امان اله په فکر پسې نور پاچایان او ولسمشران هم لاړل خو د لیکوالې په وینا اوسمهاله ولسمشر حامد کرزي د ښځو لپاره یو شی نه دی کړی.

افغانستان- یوه افغانه ښځه اخبار لولي- د ۲۰۱۱ ز کال د جنورۍ یولسمه.


لیکواله لیکي شا و خوا لس کاله وشول چې حامد کرزی ولسمشر دی، خو یواځې یو وزارت، چې د ښځو د چارو وزارت دی، له ښځې سره دی. کرزي په ټولو ۳۴ ولایتونو کې یواځې یوې ښځې ته د ولایت د چارو د چلولو واک ورکړی دی او په نورو ټولو ولایتونو کې سړي والیان دي. دا ښځه د بامیان ولایت مشره ده چې د هېواد تر ټولو باثباته او له سولې ډک ولایت دی. لیکواله لیکي حامد کرزي یواځې یوه ښځه د ښاروالې په توګه ګومارلې ده او د سترې محکمې په عالي شورا کې یوه ښځه هم نشته.

په لاس اېنجلس ټایمز ورځپاڼې کې این جونز لیکي باید د سولې راوستو لپاره په دې هېواد کې د ښځو وڼده زیاته کړل شي. د لیکوالې په خبره، د پرمختګ غوښتونکي، سوله ییز سړي به همدې ته لومړيتوب ورکړي چې په داسې سولې کې ژوند تېر کړي چې ښځو او سړیو دواړو راوستې وي.

XS
SM
MD
LG