د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر پاکیستاني ټولنه د سلمان تاثیر د وژنې اغیز


پاکستان- د پنجاب صوبې ګورنر سلمان تاثیر- د ۲۰۱۰ ز کال د اګست نولسمه
پاکستان- د پنجاب صوبې ګورنر سلمان تاثیر- د ۲۰۱۰ ز کال د اګست نولسمه

نیویارک ټایمز ورڅپاڼه لیکي د ولسمشر زرداري د واکمن پیبلز ګوند اېتلافی حکومت د خپلو ځینو اتحادیانو له لاسه یرغمال شوی.

ژباړه: بشیر ګواښ
سرچینه: نیویارک ټایمز


نیو یارک ټایمز ورځپاڼه د پنجاب ګورنر سلمان تاثیر پر وژنه یوه مقاله خپره کړې چې دې پیښې خپله د ځینو پوښتنو ځوابونه ورکړي دي. خو ورسره ځینې پوښتنې یې هم راپورته کړي دي چې دا پیښه حکومت او اولس ته دا یادګیرنه ورکوي چې د ریاست لخوا د ترهګرو ډلو آرامول اثر نه لري. د پنجاب صوبایی حکومت هم باید دا خبره ومني چې نور دې ترهګرې ډلې نه زغمي. او د پاکستان پیپلز ګوند هم باید پر خپلو کړنلارو غور وکړي چې خبره د سلمان تاثیر مرګ ته ورسېدله.

ورځپاڼه لیکي د توهین ناموس رسالت په ترڅ کې تورن ګرځول شوې عیسایی میرمنې اسیه بی بی ته په ۸م نومبر د مرګ سزا واؤرول شوه چې د خپل ډول یو لومړی کېس وو. د نورو حکومتي چارواکو تر څنګ سلمان تاثیر د دې فیصلې غندنه کړې وه. او له هغې سره یې په زندان کې ولیدل.

سربېره پر دې، ولسمشر اصف علي زرداري هم له خپله اړخه د هغې د بښنې وړاندیز ورکړ او حکومت د تحفظ ناموس رسالت په قانون کې د بدلون راوستلو اراده څرګنده کړه. خو بیا حکومت تر فشار لاندې دا پریکړه وکړه چې په دې قانون کې به بدلون نه راځي. بلخوا د ملک عدالت هم یو قانوني حکم جاري کړ چې پکې دا ویل شوي وو، ولسمشر د آسییه بي بي د بخښنې حق نه لري.

ورځپاڼه زیاتوي د حکومت په فیصلې کې د دې بدلون سره سلمان تاثیر یواځې پاتې شو. د ورځپاڼې په خبره په دوه کېسونو کې د صدر زرداري جلا جلا حکمت عملي مخې ته راځي. د اسییه بی بی په پرتله د کورنیو چارو وزیر د رحمان ملک په کیس کې ,ولسمشر په څو ګنټو کې دننه د خپل واک په کارولو سره هغه وبخښنلی چې د رشوت د دوه کېسونو په اوریدنه کې نه وو حاضر شوې.

د قانون او اسلامي ډلو تر مینځ دآسیه بی بی شکنجه کېدو ته په پریښودلو سره حکومت پر خپل اعتبار سمجهوته وکړه او د لږکیو لپاره یی هم د بې باورۍ فضا پیدا کړ.او په دې سره د غه قانون پر ضد دسلمان تاثیر غوندې را پورته کېدونکی غږ په اسانه یرغل ته جوړ شو. ا سلامي ډلو د اسلام د پیغمبر د ناموس په قانون کې د بدلون راوستلو په اړه په احتجاج راوتي کړ او په دې کې د بدلون راوستلو په اړه یی خلکو ته د ړکې هم ورکړې وي. چې پکې سلمان تاثیر او رحمان ملک شامل وو.

نیو یارک ټاییمز ورځپاڼه لیکي د ولسمشر زرداري د واکمن پیبلز ګوند اېتلافی حکومت د خپلو ځینو اتحادیانو له لاسه یرغمل شوی چې د بشري حقونو پر ضد ښکاري . میډیا د عدالتي کاروایی نه د ویري پر دغه ډول فیصلو د نیوکو کولو نه ډډه کوي. او خبریالان د پوځ او د استخباراتي ادارو له ویري خپل ځان محتاطه ساتي.

ورځپاڼه لیکې د پنجاب ګورنر د خپل ساتونکي لخوا وژل کیدل د دې ښکارندویه ده چې په قانون پلي کونکې ادارو کې سخت دریځه خلک تر کوم حده موجود دي.
او دا هم ښکاره کوي چې د پنحاب حکومت د دې عناصرو په لرې کولو کې خپله ژمنتیا او یا هم وړتیا نه لري. او دا چې تر څو د پوځ ، عدالت او د سیاست لخوا د ترهګرو او سخت دریځه ډلو د ارامولو لپاره په تګلارې کې یو د معنا نه ډک بدلون راوستلو باندې صلا و نه شی، د دولت ودانول به له خطر سره مخا مخ وي.

ورځپانه د سلمان تاثیر په ستایینه کې لیکي د اسیه بی بی د مرګ سزا غندلو نه هغه دا ثابته کړه، دا ممکنه ده چې په حکومت کې دې یو کس خپله دنده ترسره کړی او زړور و اوسی. هغه د بینظیر بهټو په څیر په زړورتیا مخې ته راغلو او بط له ویري يې د بې انصافي او د توپیر پر ضد اواز اوچت کړ. ورځپانه لیکي د سلمان تاثیر مرګ د دې هیواد لپاره یو لوې زیان دی.






XS
SM
MD
LG