د لاسرسي ځای


ظفرکریمي مشال ريډيو کراچۍ

په کراچۍ ښار کې د هدفي وژنو او اخ و ډب پېښې رواني دي.له تېر ماځيګر راهیسې د ښار په بېلابېلو برخو د متحده قومي مومنټ سيمه ايز مشرفاروق بېګ په شمول شپږ کسان وژل شوي دي. د تاوتريخوالي په پېښو کې په لسګونو ګاډۍ هم سوزول شوي دي ـ د ښار په زياتره برخو کې نن د نهې په ورځ هم ويره شتون لري او زياتره دوکانونه او پټرول پمپونه بند دي.

کراچۍ ښار کې د ګل په مازيګر د بدامنۍ پېښو له هغې وروسته زور ونيو کله چې د ښار کورنګۍ په سېمه کې نامالومه وسله والو اته څلويښت کلن فاروق بېګ په ډزو ووژلو.

ايم کيو ايم د مطبوعاتي څانګې يو مسول قمر منصور په وينا وژل شوی فاروق بېګ د دوی د ګوند د تنظيمي کميټۍ غړی و.

د فاروق بېګ د وژنې وروسته نامالومه وسله والو د ښار صدر بازار،طارق روډ،کارادر،لياقت اباد،شاهراه فېصل او يو شمير نورو سيمو کې هوايي ډزې شورو کړې. د ډزو له وجې ښار کې ويره خوره شوه او کاروبارونه وتړل شول. د ښار په مختلفو سېمو کې قهرجن خلق سړکونو ته راوتل اوګاډو ته يې اور ورته کړو.


د کراچۍ د ټرانسپورټرانو د اتحاديې مرستيال مشر محمودشاه افريدي مشال ريډيو ته ويلي دي چې له تېر مازيګر راهیسې د ښار په بېلا بېلو برخو کې سوزول شوو ۴۲ ګاډو کې ۳۳ د سورلو بسونه سوزل شوي دي ،،تېره ورځ هم زمونږ دولس بسونه سوزول شوي و، او د تېر مازيګر نه تراوسه پورې زمونږ ۲۲ يا ۲۳ نور بسونه سوځول شوي دي ،دا د ښار مختلفو سېمو کې سوځول شوي دي ،او دا کار ډېر په بیړه شوی دی ،تقريبا څو ګينټو کې دننه دننه په دومره تعداد کې بسونه وسوځول شول ،رينجر ولاړ وي خو بيا هم بدمعاشان ګاړي سوځوي او خلق وژني ،داسې ښکاري لکه دې ښار کې چې بيخي حکومت نه وي ،،


بل لور ته د کورنګۍ ټاون پوليس وايي، چې سېمه کې نامالومه وسله والو يو ډمپر ته د اور ورته کولو روسته دهغې ډريور هزار خان او کلينډر عبدالرزاق په ډزو ووژل ـ د ژغورنۍ ادارې ايدي په وينا دښار په پاک کالونۍ،طارق روډ او جېل چورنګۍ په سېمو کې درې کسان د نامالومه کسانو په ډزو وژل شوي او لس نور ژوبل شوي دي.


کراچۍ ښار کې وخت په وخت د هدفي وژنو او اخ و ډب پېښې رامنځته کيږي خو په دې ورستيو کې ددغه ډول پېښو سمدست روسته په لويه پيمانه ګاړي سوځول کيږي.

تېره ورځ هم د ايم کيو ايم د پخواني ايم پي ای لياقت قريشي د وژنې روسته ددغه ګوند لخوا د اعلان شوي ماتم پر ورځ د سورلو دولس ګاړي سوځول شوي وـ د کراچۍ د ټرانسپورټ اتحاديې مشرانو په وينا تېرو دوو ورځو کې له ۵۰ زيات ګاړي د نامالومه کسانو لخوا سوځول شوي دي چې په دې کې ۳۵ د سورلو بسونه دي.

د يادونۍ وړ ده چې کراچۍ زياتره پښتانه د ټرانسپورټ کاروبار کوي او د سورلو زياتره بسونه او مال وړونکي ګاړي او ډمپرونه زياتره د پښتنو دي.
XS
SM
MD
LG