د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسامه بن لادن پر وژنه نړیوال غبرګون


د امریکا د نیویارک په ټایمز چوک کې امریکیان د اسامه بن لادن په وژنه خوښي کوي
د امریکا د نیویارک په ټایمز چوک کې امریکیان د اسامه بن لادن په وژنه خوښي کوي
په نیویارک ، واشنګټن او د امریکا په نورو ځایونو کی د اسامه بن لادن د وژل کیدو د خبر له خپریدو وروسته د خلکو ډلې راټولې شوی اوخو ښی او ولولی یی څرګندی کړی.

د نیویارک ښار د نړیوالې سوداګری د هغو ودانیو په ځای کی چی د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په یولسمه د اوسامه بن لادن د پلویانو له خوا د تښتول شویو دو الوتکو په جنګیدو سره ونړیدلی زرګونه کسان راټول شوی و.

په دغو حملو کی شاوخوا دری زره کسان وژل شوی و.
دغه راز د نیویارک په ټایمز سکور کی هم یوه ډله خلک راټول شوی و او د اسامه بن لادن د وژل کیدو د خبر په اوریدو یی د خوښی احساسات څرګند کړل.

د نیویارک ښاروال مایکل بلومبیرګ وویل دی هیله من دی چی د بن لادن د وژل کیدو خبر د هغو کسانو زړه تسل کړی چی خپل عزیران یطد د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یولسمی په تروریستی حمله کی وژل شوی دی.

په واشنګټن کی یوه ډله خلک د سپینې ماڼۍ مخی ته راټول شوی او امریکا امریکا شعارونه یی ورکول او د امریکا بیرغونه یی ښورول.

د امریکا پخوانی ولسمشر جورج ډبلیو بوش وویل، په نړی کی د ترټولو خطرناک ترګر وژل کیدل، د امریکا د بري نخښه ده.

نړیوالو هم په دی اړه غبرګونونه څرګند کړی دی.
د بریتانیا وزیراعظم ډیوید کامرون وویل، د بن لادن وژل کیدل به ټولې نړۍ ته هوساینه ورپه برخه کړي.

د اسرایل وزیراعظم بینیامین نیتانیاهو متحده ایالاتو د عدالت د بری په خاطر مبارکی ورکړی ده.
XS
SM
MD
LG