د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا سي ای اې مشر لیون پنېتا د دفاع وزیر شو


د امريکا ولسمشر بارک اوباما د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې سي ای اې مشر لیون پنېتا د امریکا د دفاع د وزیر، او په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان جنرال دیویدپېټرایوس د CIA د مشر په توګه ونومول.

اوباما همداراز جنرال جان ايلن د جنرال پیتراییس پر ځای په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو د عمومي قومندان په توګه غوره کړی دی.

اوباما وویل چې پخوانی ډيپلوميټ رېان کراکر به په افغانستان کې د امریکا د سفیر په توګه ونوموي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG