د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ثقافت محکمې هنرمندانوسره مالي مرستې وشوې


د خیبر پښتونخوا د د اطلاعاتو او کلتور وزیر میا افتخار حسین فنکارانو ته چیکونه ورکوي
د خیبر پښتونخوا د د اطلاعاتو او کلتور وزیر میا افتخار حسین فنکارانو ته چیکونه ورکوي


بازمحمد عابد پيښور

د خیبر پښتنونخوا د ثقافت محکمې هنري څانګی د ریډیو، ټلویژن، فلمی فنکارانو او یو شمیر شاعرانو سره مالي مرستې وکړې.

دا مرستو دې غونډې ته د خیبر پښتونخوا له بیلابیلو ضلعو څخه بې وسه او د هنرمندانو کوڼدې او یتیمان او هغه بې وسه هنرمندان او سندرغاړي رابلل شوي وو چې له مخکې نه یې د ثقافت محکمې ته د مرستو درخواستونه کړي وو.له دې پرته په سوات کې تره ګرې او سیلاب ځپلو هنرمندانو سره هم مالي مرستې و شوې.

د ثقافت محکمې د هنري څانګې مشر ډاکتر محمد اعظم اعظم له حکومت نه وغوښتل چې په راتلونکي کې دا مرستې سیوا کړی شي. ده وویل،” دا زموږ فرض جوږیږی، چې له لیکوالانو او فنکارانو سره مرستې وکړو. او دا سلسله به روانه وي. د خیبر پښتونخوا د کلتور وزیر میا افتخارصیب موجود دی، هغه ته خواست کوو چې د لیکوالانو او فنکارانو له پاره په راتلونکې بجټ کې د ثقافت د محکمې له خوا له دوی سره د مرستو فنډ نورهم زیات کړي ٬٬

شاعر او لیکوال اقبال شاکر وايي،دا تر ټولو غټه خبره دا ده چې حکومت شاعران او هنرمندان یاد کړل.دی زیاتوي،” د دې نه مخکې هم حکومتونه تیر شوي دي خو لیکوالانو او شاعرانو ته چا دومره پام نه دی کړی، دوی یې په شاه نه دي ټپولي. دا غټه خبره ده چې شاعر او لیکوال یاد کړی شول. له دې امله زه د خیبر پښتونخوا حکومت ته خراج تحسین وړاندې کوم. او تمه دا چې دا مرستې به نورو مستحقو شاعرانو سره هم وکړي٬٬

سندرغاړي ګلریز تبسم هم خوښي څرګنده کړه چې حکومت یې د فن قدرداني وکړه،” زه به دا ووایم چې دا مالی امداد نه دی، بلکې د فنکارانو د فن قدرداني ده چې د خیبر پښتونخوا حکومت وکړه. که همداسې پام حکومت د فنکارانو لور ته راواړوی، نو تمه ده چې زموږ فنکاران به خوار پاتې نه شي.٬٬

خو د ریډيو، ټي وي او فلم فنکاره سایره خان صاحباني وايي چې دا مرستې ناکافي دي په کار ده چې حکومت هنرمندانو ته میاشتینۍ تنخوا وټاکي،” حکومت له په کار دی لکه څنګه چې میاشت پس ملازمینو ته تنخوا ورکوي، دغسې دې فنکارانو ته څه نا څه وظیفې مقررې کړي. ځکه چې دوی یوازې د همدې هنر له لارې د ژوند بیړۍ پر مخ بیايي٬٬

د خیبر پښتونخوا د د اطلاعاتو او کلتور وزیر میا افتخار حسین فنکارانو ته ډاډ ورکړ چې د هنرمندانو هر قسم مرستې ته تیار دی،” په کار ده چې د د هنرمندانو عزت وکړو. زه په خپله ټولو فنکارانو ته پيرزوینې وړاندې کوم. هر هنرمند چې له فن سره تعلق لري زه د هغوی خدمتونه ستایم . زما له اړخه چې څه ډول خدمت کیدی شي او په هره طریقه کیدی شي که هغه مالي وي زه به یې کوم. زه به سل په سلو کې هنرمندانو له پاره خدمت کوم چې مسلې یې حل شي٬٬

دا غونډه چۍ د پيښور په نشترهال کې جوړه شوې وه په اخر کې بیلابیلو هنرمندانو په خپل وار سره سندرې وویلې او په تالار کې راټولو برخوالو ته ته یې هوسايي او خوشالۍ یو څو شیبې ورپه برخه کړې.
XS
SM
MD
LG