د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د سمندري ځواکونو پر بس برید څلورعسکر او یو لاروی وژلی



ظفر کریمي مشال ريډیو کراچي


دکراچۍ پوليس چارواکي وايي، چې د سړک غاړې په بمي چاودنه کې د سمندري پوځ د څلور سرتيرو په گډون پنځه کسان وژل شوي دي.

چاودنه نن سهار وختي د ښار په فیصل سړک واقع د کارساز په سېمه کې د ځاي په ځاي شويو چاوديدونکو موادو له کبله وشوه ـ

د سمندري پوځ وياند په وينا د حملې ښکارشوي بس کې۱۱ کسان سواره و ،په وژل شويو کسانو کې محمدامتياز،محمديامين ،صابر مروت او مرزا رمضان وژل شوي دي او پاتې اووه کسان زخميان شوي دي ـ چاودنه کې يو لاروی چې نويد سليم نوميده وژل شوی دی ـ

د پلټنې د پوليسو مشر افتخار تارړ په خبره د سړک په غاړه ښخ کړی شوی بم د ريموټ کنټرول له لارې چول شوی دی،” دا چاودنه دوه ورځې مخکې ترسره شوو هغو دووه چاودنو ته ورته ده کومې چې دوه ورځې د مخه ترسره شوی وې ، بم د فیصل سړک په غاړه ښخ و،چې د ريموټ په ذريعه الوزول شوی دی ، دا حمله د هغه چا کار کيدی شي چې دوه ورځې د مخه د سمندري ځواکونو دوه بسونه په ورته حمله کې په نښه کړی و،،

د عيني ګواهانو په خبره د چاودنې په ځايې کې کنده جوړه شوی ده او د چاودنې په وخت په سړک د تيريدونکو ګاړو ښیښې هم ماتی شوي دي ـ د چاودنۍ ښکار شوي یوه لاروي تره او د چاودنۍ عيني شاهد د پېښې په اړه وايي ،”زه په فیصل سړک په موټر سايکل روان وم،زما وراره نويد هم ماسره ناست و،په موږ پسې روان بس باندې چاودنه وشوه ـ ما چې موټرسايکل د سړک غاړې ودرولو او کتل مې نو نويد غورځيدلې و ،،

دبم ډسپوزل سکواډ چارواکي وايي، چې چاودنه کې دوه نيم نه درې کيلوګرامه چاوديدونکي مواد کارول شوي دي ـ

خواوشا څلور کاله وړاندې د اوسنۍ چاودنې پر ځايې د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بېنظير بوټو د هرکلي پر کاروان د ځانمرګو حملو په ترڅ کې د پيپلز ګوند په سلګونه غړي وژل شوي و ـ

دوه ورځې د مخه د ښار ډيفنس او بلديا ټاون په سېمو کې د سمندري ځواکونو پر دوه بسونو بمي حملې شوې وې چې پکې د يوې ښځينه ډاکټرې په شمول دياد شوي ځواک يو مشر او دوه سرتيري وژل شوي و ـ
XS
SM
MD
LG