د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستانه د امريکايي سرتېرو د وتو پرېکړه


د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګیټس ویلي د اوبامه انتظامیې تر اوسه دا فیصله نه ده کړې چې د جولایی په میاشت کې به د افغانستان نه څومره امریکایی ځواکونه باسي.
نوموړی زیاتوي په دې لړ کې ورته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو دمشر جنرال ډیوډ پیټریس له خوا لا هم څه وړاندیز نه دی شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا صدر بارک اوبامه ژمنه کړې د افغانستان نه به سږ کال په دوبي کې د طالبانو سره په جګړه کې بوخت دامریکایی ځواکونو د راوېستو لړلۍ پېلوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG