د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان پایلټ د ناټو اته عسکر او یو ټېکېدار ووژل





ناټو وايي په کابل کې د یوه افغان پایلټ په ډزو کې اته بهرني عسکر او یو ټېکېدار وژل شوی دی.د ناټو په مشری اېساف ځواکونه وايي پېښه د کابل نړیوال ډګر په یوه روزنیز مرکز کې رامنځ ته شوې.

وړاندې دافغانستان ددفاع وزارت هم د پېښې پخلی کړی او ویلي چې برید کونکی هم پر هغه ځای وژل شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد افغان رسنیو ته ویلي ددوی یوه ځان مرګي برید ګر په نظامي یونیفارم کې دا برید ترسره کړی او په ډزو کې یې ګڼ شمیر کورني او بهرني سرتیري وژلي دي ، خو جنرال داود امین چې د کابل په هوايي ډګر کې د امنیت مرستیال قوماندان دی له شمال ريډيو سره په خبرو کې د طالبانو ادعا ردوي او وايي چې هغوی هیڅ لاس پکې نلري.

دا نښته په داسې حال کې رامنځ ته شوې چې په افغانستان کې بهرني ځواکونه په مرحله وار ډول د وتلو پلان لري ، خو وروستۍ څو پېښې چې په لغمان ، کندهار او کابل کې رامنځ ته شوي د امنیت د نه خوندیتوب غمازي کوي.

رویټرز آژانس وايي دافغانستان حکومت د نړیوالو ځواکونو د وتلو نه وړاندې د خپلو ځواکونو شمیره درېوو لکو نه زیاتول غواړي ، او په هم دې مقصد دنوو سرتیرو د جلبولو لړۍ هم روانه ده ، خو دا ویره لیدل کیږي چې طالبان به د افغان ځواکونو په منځ کې خپل سرتیري ځای پر ځای کړي.
XS
SM
MD
LG