د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تېلو بیې بیا په جګېدو دي




احمد الله، مشال ريډيو اسلام آباد

په نړيواله منډۍ کې د تيلو په بییو کې د اضافى ورستو په پاکستان کې هم د تيلو په قيمتونو کې د اضافى امکان دی.

د آیل اينډ ګيس ريګوليټري اتهارټي (اوګرا ( مشر توقير صادق مطبوعاتو ته وويل چى نړيوالې منډۍ کې د تيلو قيمتونه ١٢٠ ډالره في بيرل نه زيات شوي دي چې ورسره د راتلونکې مياشت له لومړۍ نيټي نه به په پاکستان کښي هم د پټروليم مصنوعاتو په قيمتو نو کې اضافه کېدای شي او په دې لړ کې به وروستۍ لنډیز یا سمري د حتمي منظوري لپاره وزير اعظم ته استول کېږي.

د پټروليم مصنوعاتو په قيمتونو کې د کيدونکې اضافې په اړه ه د اوګرا ترجمان جواد نسيم مشال ريډيو ته وويل ،”چې د روانې مياشتې په ٣٠مه نيټه به د مطبوعاتو په وړاندى د نویو قيمتونو اعلان وکړي.خو دا نشم ویلای چې څومره اضافه به کېږي٬٬

په مطبوعاتوکې د پټروليم مصنوعاتوپه قيمتونو کې د نورې اضافې خبر راتلو ورستو په ولس کې سخته خواشیني او خفګان خور شوی دی.

عامر بادشاه چى اسلام آباد کې مزدوري کوي دی وايي ،” که د تيلو په قيمتو نو کې نوره اضافه وشوه نو نه صرف د روزمره د استعمال څيزونه به ورسره ګران شي بلکه موږ به ددې جوګه هم پاتى نشوچې په مياشت کې يو ځل خپلو کورونو ته لاړ شوځکه چى د تيل ګرانيدو سره به د ګاډو کرايه هم زياته شي٬٬

آفتاب احمد هم وايي ،” چې زموږ حکمرانانو له پکار ده چى د تيلو په قيمتونو کې اضافه ونکړى ځکه چى د تيل ګرانيدو سره د هر څه قيمتونه زياتېږي ٬٬

د اقتصادي چارو کارپوه مبارک زيب وايي، “ چى حکومت له پکار ده چې د پټروليم مصنوعاتو په قيمتونو کې د نورې اضافې پر ځای دا بوج پخپله برداشت کړى ځکه چى پاکستان کښي د خوراکى موادو قيموتونه د مخکې نه زيات دي او که حکومت د تيلو په قيمتونو کې نوره اضافه وکړه نونه صرف خوراکى مواد به ورسره نور ګران شى بلکه په ملک کې به ګرانى هم زياته شي.”

ياده دې وي چې د مارچ مياشتى په لومړۍ نيټه حکومت د تيلو په قيمتونو کې تر ١٠ روپو پورې اضافه کړې وه خو د سياسى جماعتونو د فشار ورستو حکومت په قیمتونو کې د خپلې کړې اضافه نيمه هغه بیرته واخیستله.

خو ى د روانې میاشتې په لومړۍ نېټه حکومت د تيلو په نرخونو کې له ٩ نه تر ١٣ فيصده اضافه وکړه يانې د پټرولو په قيمت کښي ٦ روپى ٩٨ پيسى، د ډيزلو په قيمت کښي ١٠ روپى ٦٧ پيسى، او د خاوروتيلو په قيمت کښي ٩ روپى او ٦٥ پيسى اضافه یې وکړه.
XS
SM
MD
LG