د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان په سیوۍ کي۱۲ مسافران ووژل شو




نیازموسی خیل،مشال دیډیو،کوټه

د بلوچستان پولیس وايي ،له کوټي څخه شا او خوا ۱۶۰ کلومیتره لیري د جنوب پر خوا د سیوۍ په سیمه کي تیره شپه یو مسافر بس ته ناڅرګندو کسانو اور اچولۍ،چې پکې ۱۲کسان وژل شوي خو ځايي خبریال د وژل شویو شمېر ۱۵ تنه ښيي.

د سیوۍ د پولیس یو مشر محمد طارق وايي،په وژل شویو کې نهه تنه ماشومان او درې لویان شامل دي.

د سیوۍ ځایي خبریال محمد اکرم له مشال ريډيو سره په خبرو کې وویل ،”د شخصي کمپنۍ ٫٫سدا بهار٬٬ یو مسافر بس له جیکب آباد څخه د کوټي پر لور روان وو چې د شپې پر ۱۲ نیمي بجې د سیوۍ پر ٫٫بایي پاس٬٬ د خورک څښاک لپاره پر یوه هوټل تم شو. دغه وخت په بس کي ۴۰ مسافران موجود وو.نیمۍ د خورک او نورو ضروریاتو د پاره کښته او نیمۍ دننه پاتي شول.هم په دغه وخت کي د عیني شاهدانو په وینا ۳ وسلوال کسان راغلل او پر بس بې پټرول اچول شروع کړل.په بس کي دننه ۱۴ یا ۱۵ مسافران موجود وو.٬٬

خبریال محمد اکرم زیاته کړه، ٫٫ناڅاپه بس د اور تر زوره ورولمبو لاندي راغلۍ او دننه موجود مسافران یې په یو څو شېبو کې دننه ایره کړل.مسافرانو چغي او بغاري وهلې،خو هیچا هم څه نه شو کولی.٬٬

خبریال مخته وویل،چي په مسافرانو کي د نیمیو تعلق د بلوچستان له خضدار،کوټي او د سنده صوبې له جیکب آباد،سکهر او ګهوټکي سره دۍ

تر دې دمه لا چا د پیښي پړه په غاړه نه د اخیستې او نه دا مالومه شوې چي د پیښي تر شا به څه مقاصد وو.

بلوچستان له تېرو څو کلونو راهیسې د بدامنۍ ښکار دی چې اوس پکې سړي تېښتونه،هدفي وژنې د سړک غاړې بمي چاودنې معمول ګرځېدلی دی.
XS
SM
MD
LG