د لاسرسي ځای

په عراق کې له ۲۰۰۳ کال راهیسې ۱۴۰۰۰ کسان تري تم دي


عراق وايي له ۲۰۰۳ کال راهیسې ۱۴۰۰۰ کسان ورک شوي دي.

د بشري حقونو د وزارت یو چارواکی اکران کامل دا اعلان کړی دی.

نوموړی د هغې کمېټۍ غړۍ دی چې له کورنیو به د خپلو خپلوانو د ورکېدو غوښتنلیکونه اخلي.

چارواکي وايي د غوښتنلیکونو عمل به تر ۱۵ ورځو روان وي. د عراق د وزیراعظم د پوځي چارو د څانګې مشر فاروق الراجي وايي په ورک شويو کسانو کې هغه شامل دي چې د جګړې، چاودنو یا د ترهګرو بریدونو پر مهال لا درکه شوي دي.

د یوه بل خبر ترمخې د عراق په شمالي برخې کېرکوک کې د عراقي او کورد پوځیانو تر منځ نښته شوې ده چې په کې دوه کورد افسران وژل شوي دي.
د کېرکوک ولایت د پولیسو مرستیال مشر تورهان عبدالرحمان د فرانسې خبري اژانس ته د دې پېښې پخلی کړی دی. د ولایت د پولیسو مشر جمال طاهر ویلي څلور عراقي سرتېري یې نیولي دي او پلټنې یې پیل کړې دي.
XS
SM
MD
LG