د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سید جمال الدین افغان یاد تازه شو




بازمحمد عابد پيښور

د پيښور په یوه مقامي هوټل کې افغان ادبي بهیر د ستر مفکر او نابغه شخصیت سید جمال الدین افغان یاد تازه کړ.

دې غونډې ته د لر او بر ګڼ شمیر لیکوال رابلل شوي وو او د سید افغاني د ژوند په بیلابیلو اړخونو یې مقالې واورولې.
د دې نمانځنغونډې د اړتیا په باب په پيښور کې د افغان ادبي بهیر مشر مولانا زاهدي احمدزی وايي،” افغان ادبي بهیر چې کومه غونډه د سید جمال الدین افغان په یاد کې وکړه، هدف یې دا و چې د پښتنو نوی نسل د هغه له هغو ارشاداتو، لارښودنو اوجدو جهد نه خبر کړي چې د خپلې خاورې د ازادۍ او اسلام خورولو په هکله یې کړي وو. افغانانو ته لازمه ده چې د سید افغاني لاره خپله کړي، عمل پرې وکړي او راتلونکو نسلونو ته یې ورسوي٬٬

شاعر او لیکوال سلیم بنګش هم د سید افغاني په هکله خپل تاثرات څرګند کړل،” اول به دا ووایم چې په سید جمال الدین افغان باندې په لومړي ځل پيښور کې افغان ادبي بهیر غونډه جوړه کړه. بله دا چې په تاريخي حواله موږ سره دا ظلم کیږی، چې په موږ چې څومره تاریخونه لیکل شوي دي هغه بهرنیانو لیکلی دی. په سید افغاني باندې ۴۰۰ کتابونه لیکل شوي چې په پښتو کې پرې ما ایله دوه کتابونه لوستلي دي. د نننۍ غونډې ګته به دا وي چې په دې حوالې سره به په ریډیو، ټي وي او ورځپاڼو کې خبر راشي او خلکو ته به پته ولګي چې افغانان خپل مشاهر نه هیروي.٬٬

د ریډيو پاکستان پخواني سټیشن ډاریکټر لیاقت سیماب وویل چې که څه هم له سید جمال الدین افغان سره په خپل وخت کې مخالفتونه هم شوي دي خو تر ډیره حده په خپل مقصد کې کامیاب شوی هم دی،” د پيژندګلو غټه نښه دا وي چې څوک خپل مشران یاد وساتي. د هغوی علم، کارنامې او د هغوی ژوند تر نظر لاندې وساتي. ښه اړخونه یې د خپلې لارې مشال وګرځوي. سید افغاني د افغان ملت یو نوموړی مشر تیر شوی دی. تر ډیره حده په خپل مشن کې کامیاب شوی هم دی.٬٬

په افغان قونصلګرۍ کې د تعلیمي اتشې مشر عبدالغني هدایت خوښي څرګنده کړه چې بهیروالو د سید افغاني یاد غونډه په ښه شان تر سره کړه،” سره له دې چې دغسې غونډې د بې وسي ځوانانو کار نه دی. دا د دولتونو کار دی او د دې تر څنګ د ډیرو مشرانو ادیبانو، سیاستوالو کار دی. خو دا چې د هجرت به دېار کې د افغان ادبي بهیر ځوانانو د علامه سید جمال الدین افغان یاد تازه کړو. د هغه جد وجهد، د هغه مبارزه د قدر وړ ده، زه دې ځوانانو ته مبارکي ورکوم چې په کامیابۍ سره یې دا پروګرام سر ته ورسوو٬٬

څو لسیزې وړاندې ګل پاچا الفت د سید جمال الدین افغان په شان کې یوه قصیده لیکلی وه چې د هغې قصیدې لومړی بیت د دې غونډې د مشاعرې طرحه ټاکل شوې وه او ګڼ شمیر شاعرانو پرې طبعه ازمايي کړې وه.
زه زامن یمه د امن خو په دې شرط
چې زموږ له سیمې ټول پردي بهر شي
کومه ورځ چې پښتانه سره غږ یو کړي
هغه ورځ به منتظر باندې اختر شي
منتظر شینواری
غورځنګونه به ژوندي د ازادۍ کړي
فلسفه یې که خوره په هر کشور شي
ای نصرته په نامه باندې یې ویاړو
خدای خبر که بیا پیدا داسې بشر شي
امان الله نصرت
ناخبره به له هر څه نه خبر شي
یوه ورځ که څوک په ځان باندې شوهر شي
بیا به پوه شي چې له سیره څو پخیږی
که په ګوتو شاعرانو له څوک ورشي
سعدالله جان برق

سید جمال الدین افغان په ۱۸۳۷م کال د افغانستان په کونړ ولایت مرکز اسد اباد کې پیدا شوی و او د ۱۸۹۷ کال د مارچ په ۹ نیټه د ترکې په استنبول ښار کې وفات شو چې د افغانستان حکومت د هغه له مړینې ۴۰ کاله وروسته د هغه جسد کابل ته راوړ او په کابل پوهنتون کې یې خاورو ته وسپاره.
سید جمال الدین افغان خپل ۶۰ کلن ژوند کې د مسلمانانو د یو والي په خاطر د نړۍ په ډیرو اسلامي ملکونو ګرځیدلی و. د عروت الوثقا په نوم یې یوه مجله هم چلوله چې په ټوله نړۍ کې یې شهرت موندلی و او تر ۱۸ ګنو پورې یې خپرې کړې هم وې. سید افغاني له پښتو او درې نه علاوه، په عربي، انګریزي، فرانسوي، روسي او اردو ژبو نه یوازې دا چې پوهیدو بلکې علمي لیکنې یې په کې کړې وې.
XS
SM
MD
LG