د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د القاعدې یو لوړپوړی غړی وژل شوی


په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو ویلي یو سعودي وګړی یې وژلی دی چې د القاعده یو لوړ پوړی غړی دی.

نړیوال سوله ساتي ځواکونه یا ایساف وايي د القاعده دا غړی په دې هېواد کې د یاغیانو دویم لوړ پوړی مشر وو.

د ایساف په خبره وژل شوی ابو حفص النجدي نومېږي چې د عبدالغني په نوم پېژندل کېده. نوموړی د افغانستان په کونړ ولایت کې د روانې میاشتې په دیارلسمه د یوه هوايي برید پر مهال وژل شوی دی.

ایساف وايي ابو حفص یا عبدالغني د یو شمېر لویو بریدونو لپاره پړ وو. د نړیوال سوله ساتي ځواکونو ویاند مایکل جانسن وايي د امنیتي لاملونو له کبله نور مالومات نشي ورکولای.

د سعودي عرب د کورنیو چارو د وزارت پر اوبپاڼې په ورکړل شوي لېسټ کې د یوه کس نوم دی چې صالح نایف عید المخلفي نومېږي او نور نومونه یې ابو حفص، یا ابو حفص النجدي او عبدالغني هم ورکړل شوي دي.
XS
SM
MD
LG