د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبرپښتونخوا د اقلیمي بدلون له جدي خطر سره مخامخ ده


خیبرپښتونخوا د اقلیمي بدلون له جدي خطر سره مخامخ ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:46:00 0:00

په خیبر پښتونخوا کې د روانو بارانونو سره په تړلو پېښو کې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. پوهاند وايي، د اقلیمي بدلون له وجې د بې وخته بارانونو او سېلابونو لړۍ تېزه شوې او خلکو ته یې د سر او مال زیانونه اړولې دي. دا اوونۍ د کرښې په غاړه خپرونه کې د چاپېریال ساتنې په موضوع له پوهانو سره خبرې کوو.

په خیبر پښتونخوا کې د روانو بارانونو سره په تړلو پیښو کې لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي او ۳۲ نور ژوبل شوي دي. د ژغورنې د ادارو چارواکي وايي چې له بارانونو وروسته په یو شمېر سیمو کې سېلابونه راغلي، او خواوشا ۳۳۰ کورونه یې په جزوي توګه او نور ۵۳ یې په مکمله توګه ویجاړ کړي دي. د چاپیریال د ساتنې پوهان وايي چې په سیمه کې ماحولیاتي بدلون د بارانونو ترتیب ګډوډ کړی دی او باید حکومت او ولس په شریکه د چاپیریال د ساتنې لپاره کار وکړي. نن د کرښې په غاړه کې په دغه موضوع بحث کوو.

XS
SM
MD
LG